کابل باخترسلواغې دمياشتې ٩ :
په بغلان ولايت کې دملي پيوستون دپروګرام له لارې د دولسو پروژو په بشپړېدو سره، دمرکزي بغلان اوفرنګ په ولسواليوکې دوه زره اته سوه اووه ديرشو کورنيو ته لازمې اسانتياوې برابرې شوې دي.
دبغلان ولايت دکليو د بيا جوړولو اوپراختيا رييس انجينر شفيق احمدعلميار باختراژانس ته وويل: په دغو پروژوکې د دوه پنځوسو نيمه ژورو څاګانو کيندل او د اتو کيلومترو په اوږدوالې دسړک ترميمول اوکريړ اچول، د يو ټولنيز مرکز جوړول ، د اوبو بريښنا د يوې کوچني دستګاه مونتاژ او درول او د نولسو پلګيوجوړول شته چې د فرنګ اومرکزي بغلان په ولسواليو کې دڅه دپاسه نولسو مليونو درې سوه زرو افغانيو په ټول لګښت دمالي پروګرام په چوکاټ کې بشپړې او ګټې اخيستنې ته سپارلې شوې دي .
0 1 دقیقه لوستل