امنیت

دولس وسله وال طالبان په کاپسیا کې ووژل شول

کابل/دلیندۍ۱۲مه/باختر
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو مسوولین وايي چې د کاپيسا د تګاب ولسوالۍ په اخوندزاده ګانو سیمه کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ۲۰۱ سېلاب قول اردو ویاند محمد هارون یوسفزي باختر آژانس ته وویل چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو وړمه شپه د تګاب ولسوالۍ په اخوندزاده ګانو سیمه کې عملیات ترسره کړل چې په پايله کې ١٢ وسله وال طالبان وژل شوي او ٨ نور یې نیول شوي دي.
ویل کېږي په عملیاتوکې ملکي وګړو او افغان ځواکونو ته زیان نه دی اوښتی.
پای/وصال

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته