امنیت

دولس طالبان په قندهار کې ووژل شول

کابل / د زمري ۴مه / باختر
دولس وسله وال طالبان پرون په قندهار کې ووژل شول.
د قندهار د امنيې قومندانۍ وياند جمال ناصر بارکزي باختر آژانس ته وويل چې دغه وسله وال طالبان د امنيتي او دفاعي ځواکونو په عملياتو کې چې د هوايي ځواکونو په ملاتړ د قندهار ښار د دريمې، پنځمې او پنځلسمې حوزو په مربوطاتو کې ترسره شول، ووژل شول.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې ۵ نور وسله وال طالبان ټپيان شول او د هغوى درې موټرسايکلونه، وسلې او مهمات له منځه يوړل شول.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته