امنیت

دولس طالبان په سمنګانو کې ووژل شول

کابل / د وږي ٣٠ مه / باختر
دولس وسله وال طالبان تېره شپه په سمنګانو کې له پوځیانو سره په نښته کې ووژل شول.
د سمنګانو د امنیې قوماندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو د کوز او بردره صوف په ولسواليو کې د پوځیانو پر پوستو بریدونه وکړل چې د پوځیانو د مقاومت په پایله کې ١٢ وسله وال طالبان ووژل شول او ٦ نور يې ټپیان شول.
د بر دره صوف ولسوال عبدالیقین احمدي وویل چې د دښمن په بریدونو کې ٨ دُکانونه هم په بر دره صوف ولسوالۍ کې سوځېدلي دي.
خبرځای زیاته کړه چې د جګړو په بهیر کې د د ښمن څو جنګي وسایل هم له منځه تللي او د دښمن دوه موټرونه او درې موټرسایکلونه هم د پولیسو لاس ته ورغلي دي. ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته