امنیت

دولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول

کابل  باخترد لړم دمياشتې٢نيټه : 
دملي دفاع وزارت وايي چې د هېواد د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د چاڼيزوعملياتو په بهيرکې چې دهېواد په بېلابېلو سيموکې ترسره شول، ١٢ تنه ډار اچوونکي وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره باختر آژانس ته ويلي دي:
د هېواد ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو په تيرو ٢٤ساعتو کې د هېواد د هوايي ځواکونو په ملاتړ ګډ چاڼيز او يرغليزعمليات ترسره کړل چې په نتيجه کې ١٢تنه ډار اچوونکي ووژل شول ، ١٠ تنه ټپيان او د وسله والو طالبان يو سيمه ييز قوماندان هم ونيول شو.
دغه عمليات د لوګر، فراه، بدخشان، غزني، قندهار، بلخ او د هلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې ترسره شوي دي  .
پاى ذکرالله 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته