امنیت

دولس تنه ډار اچوونکي ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .

کابل باختر د لړم څلورمه : دهېواد په بيلابيلو سيمو کې پرون دامنيتي ځواکونو دګډو عملياتو په بهير کې دولس تنه ډار اچوونکي ووژل اوپنځه تنه نور ټپيان شول . دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ ، دغه عمليات ددښمن دځالو دله منځه وړلو او دګواښونو د ستونزو دلرې کولو په خاطر دهوايي قوتونو په ملاتړ دپکتيا ، قندهار ، هلمند ، کونړ ، ننګرهار او دزابل په ولايتونو کې ترسره شول . دغه راز ددغو عملياتو په بهير کې دډار اچوونکو يو موټر ، دوه موټرسايکلونه له منځه تللي دي . ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته