امنیت

دولس تنه ډار اچوونکي دبغلان ولايت په ډنډ غوري کې ووژل شول .

کابل باختر د غبرګولي  درې ويشتمه :
دولس تنه ډار اچوونکي دبغلان ولايت په ډنډ غوري کې دملي اردو دځواکونو په ګډو عمليات کې ووژل شول .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ليکلي دي چې دغه عمليات دنويد – ١ په نامه  دهوايي او توپچې قوتونو په ملاتړ دبغلان ولايت دډنډ غوري دسرخ کوتل د کلي په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې دولس تنه ډار چوونکي ووژل شول او شپږ تنه نور ټپيان شول .
په دغو عملياتو کې ددښمن يوه اندازه وسله او مهمات په عملياتو کې دشاملو ځواکونولاس ته ورغلي دي .
دغه راز دبغلان ولايت دډنډ  شهاب الدين  په مربوطاتو کې  ددغو ځواکونو په ورته عملياتو کې دشاهين ، قاري عطاالله ، او اسلام په نومونو د ډار اچوونکو درې تنه قوماندانان  ټپيان شوي دي  او دغو قوماندانانو  په زياترو تروريستي  او ورانکارو فعاليتونوکې کارنده رول درلود .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته