امنیت

دولس تنه په تخارکې ووژل شول .

کابل باختر د تلې  يو ويشتمه :
په تخار ولايت کې نن غرمه د يوې چاودنې له امله دولس تنه ووژل شول .
دغه چاودنه د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې د ولسي جرګې د يوه نوماند د پلويانو په غونډه کې رامنځته شوه .
  د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختر آژانس ته وويل چې په دې چاودنه کې ١٢ تنه ووژل شول او ٣٢ تنه نور ټپيان شول .
  ده زياته کړه چې ډار اچوونکو په چاوديدونکو توکو بار له يو موټرسايکل څخه په استفادې سره  دغه خونړۍ پيښه رامنځته کړه .
اسير زياته کړه چې دغه چاودنه هغه وخت رامنځته شوه چې د ولسي جرګې د يوې نوماندې نظيفې يوسفي بيک په لسګونو تنو پلويانو د رستاق ولسوالۍ د مرکز په يو  چمن کې راټول شوي وو .
ده زياته کړه چې نظيفه يوسفي بيک سيمې ته نه وه رسيدلې چې چاودنه وشوه.
د ولايتي ٢٠٠ بستريز روغتون نوکريوال ډاکتر د يوشمېر ټپيانو روغتيايي حالت خراب بللى دى او څرګنده کړې ده چې د دغې پيښې د تلفاتو د زياتوالي احتمال شته .
  ختم_ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته