امنیت

دولس تنه ياغيان ووژل شول .

کابل باختر دمرغومي  شپږ ويشتمه :
دملي اردودځواکونو دچانيزو عملياتو په بهير کې پرون دروزګان ولايت په مربوطاتو کې  دخلکو  دولس تنه دښمنان ووژل شول .
  د ٢٠٥ اتل قول اردو مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ، دغه عمليات چې  دباغک کاريز او د روزګان ولايت  دمرکز ترينکوټ ښار  دشاه حسين غونډى  په شاوخوا کليو کې  دوسله والو مخالفينو له شتون څخه ددغو سيمو دپاکولو په مقصد  ترسره شوي وو  په بهير کې يې دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول او اووه تنه نور يې ټپيان شول . او يوه اندازه  ډول ډول مهمات هم ترلاسه شول .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته