-کابل باختر د لړم نولسمه :
دولس تنه ياغيان پرون په روزګان ولايت کې دهوايي بريدونو له امله ووژل شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دغه ياغيان دروزګان ولايت د چورې ولسوالۍ په چرستان کلي کې ووژل شول په دغو هوايي عملياتو کې ددښمن څوارلس ليږدونکي واسطې او يوه جنګي وسله هم له منځه تللې ده .
ديوبل خبر له مخې د ٢٠٥ اتل قول اردو دقوماندانۍ منسوبينو ددښمن دځپلو په موخه دروزګان ولايت دچورې ولسوالۍ په مربوطاتو کې دشفق په نامه عمليات پيل کړي دي چې تراوسه پورې دوام لري .
1 د یوې دقیقې څخه لږ