دولس تنه ياغيان ووژل شول

کابل  باختردلړم دمياشتې ٩ :
دولس تنه ياغي طالبان له  افغان ځواکونوسره په نښته کې ووژل شول .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفترباخترا ژانس ته  خبر ورکړ: دپوليسو ځواکونو دکاپيسا، بلخ اودغزني د ولايتونو په مربوطاتوکې چاڼيز عمليات ترسره کړل، په دغو عملياتو کې  دولس تنه ياغي طالبان ووژل شول، يو طالب ټپي او يوويشت تنه نور ياغيان ونيول شول. ويل کيږي چې په دغو عملياتوکې يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوى دى.
ديوبل خبرله مخې،  د وسايطو ضد څلور ماينونه چې د وسله والو ياغيانو له خوا دکابل _ هرات  او دهلمند د ولايتونو په مربوطاتو کې دتروريستي او ورانکارو فعاليتونو دترسره کولو په مقصد ځاى پرځاى شوي و؛ دامنيتي ځواکونوله خوا کشف اوشنډکړى شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته