امنیت

دولس تنه وسله وال مخالفين په لښکرګاه کې ووژل شول .

کابل باختر د چنګاښ  دولسمه :
دولس تنه وسله وال مخالفين  پرون دهلمند ولايت په لښکرګاه ښار پورې اړوند بولان سيمه کې ووژل شول .
  دهلمند ولايت دمطبوعاتي دفتر مسوول  محمد زاهد اتل باختراژانس ته وويل دغه وسله وال مخالفين دملي اردو دهوايي  پوځ په هغوبمباريو  کې ووژل شول چې دهلمند ولايت په لښکرګاه ښار پورې  اړوند بولان سيمه کې ترسره شوې .
  ده زياته کړه چې په دغو هوايي عملياتو کې شپږ تنه وسله وال طالبان هم ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه چې په دغوبمباريو کې ددښمن دماين جوړولو دوه کارخانې  او پنځه موټرسايکلونه هم له منځه تللي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته