امنیت

دولس تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل  باختر دمرغومي دمياشتې  ٢٠ :
امنيتي ځواکونو پرون د هېواد بېلابېلو ولايتونوکې د خپلو دندو په بهيرکې  دولس تنه وسله وال مخالفين  ووژل .
د کورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ :
امنيتي ځواکونو دغه فعاليتونه  د ننګرهار ، پروان ، بدخشان ، خوست ، پکتيا ، پکتيکا، هرات  او  دغزني  د ولايتونو په  مربوطاتو کې ترسره  کړل  چې له امله يې ١٢ تنه  وسله وال مخالفين  ووژل شول، يو تن ټپي او پنځه تنه نور يې د امنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.په دغو فعاليتونوکې  يو اندازه وسلې او مهمات هم دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
دغه  راز د ملي پوليسو ځواکونو ١٨ماينونه چې د وسله والو مخالفينو له خوا د سرپل، خوست ، فراه  او دهلمند دولايتونو په مربوطاتوکې نوي ښخ کړاى شوي و، کشف اوشنډکړل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته