دولس تنه وسله وال طالبان په قندهارکې ووژل شول

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
د قندهار ولايت په ميوند ولسوالۍ کې د طالبانو او امنيتي ځواکونوپه جګړو کې١٢ تنه وسله وال  طالبان ووژل شول.
دغه پيښه تېره شپه دميوندولسوالۍ د تيمور بند په ناآرامه سيمه کې رامنځته شوه.
د ميوند ولسوالۍ  امنيه قوماندان سلطان محمد دباخترآژانس خبريال ته وويل:  دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې طالبانو د ميوند ولسوالۍ په مربوطاتوکې د تيمور بند په ساحه کې د پوليسو په پوستې د بريد نيت درلود   چې د پوليسو له مقاومت سره مخامخ شول او  جګړه ونښته.
خبرځاى وويل چې د دغې نښتې په بهيرکې ١٢ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او يوه اندازه جنګي وسايل يې د پوليسو لاس ته ورغلي د ي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته