امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان په غزني ولايت کې ووژل شول.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ١٥
دولس تنه وسله وال طالبان تيره شپه په غزني ولايت کې ووژل شول .
دغه طالبان په آب بند ولسوالۍ کې دافغان ناټو دځواکونو دګډو عملياتو په
بهير کې ووژل شول.
د آب بند ولسوال الله محمد حليمي باختر آژانس ته وويل:
د دوى د دوو قوماندانانو په ګډون دولس تنه وسله وال طالبان دګل جان په کلي کې ددغو عملياتو له امله  ووژل  شول.
دخبر ځاى  دڅرګندونو له مخې : په دغو عملياتو کې پوليسو ، بهرنيو ځواکونو او ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته