امنیت

دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول او اته تنه نور ټپيان شول

کابل باختر  د وږي  ديارلسمه
دغزني ولايت داچرستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو په عملياتوکې دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول اته تنه يې ټپيان او څلور تنه نور يې ونيول شول .
  داپه غزني ولايت کي دامنيتي ځواکونو لومړني خپلواک عمليات بلل شوي دي چې په دغه ولايت کې  دناتو له   ځواکونو څخه دامنيتي  مسووليتونو  ترلاسه کولو وروسته ترسره کيږي .
   دغزني ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال زړور زاهد نن په يوه خبري  غونډه کې وويل  ددغه ولايت داجرستان ولسوالۍ په مربوطاتو کې دامنيتي ځواکونو دخپلواکو عملياتو په بهيرکې  دولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول  اته  تنه ټپيان شول او څلور تنه نور په عملياتوکې د شاملو ځواکونو له خوا ونيول شول .
  دزاهد د څرګندونو له مخې له نيول شويو کسانو څخه اووه ميله سپکې وسله ، درې تومانچې او يوه  اندازه مهمات هم دامنيتي ځاکونو لاس ته ورغلي دي .
دغه راز په دغو عملياتوکې  ددښمن  ١٩ موټر  سايکلونه  سوځول شوي دي اوپه دغو عملياتو کې ملکي وګړو او امنيتي ځواکونو ته زيان نه دي  اوښتي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته