سیاست

دولسې جرګې دکميسيونونو په غونډه کې دبيلابيلو موضوعګانو په باب بحث وشو

كابل- ۱۳۹۲ د تلې اوومه
د ولسي جرګې كميسيونونو په جلا جلا غونډو كې د بيلا بيلو مسائلو په اړه بحث وكړ.
دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآ ژانس ته خبرورکړ :
د نړيوالو چارو كميسيون په غونډه كې، چې د كميسيون د مرستيال محمد عمر ننګيالي په رياست جوړه شوې وه، په سر كې د ۱۳۹۱ كال د قطعيې د راپور په اړه، چې د پلټنې د عالي ادارې له لوري را استول شوې وه، او دغه راز د قطعيې په تړاو د مالي او بودجې كميسيون د څيړنيز راپور په اړه بحث وشو، د كميسيون رپوټ وکوونکي  ته دنده وسپارل شوه، چې د موضوع تر هر اړخيزې  مطالعې وروسته دې په راتلونكې غونډه كې وړاندې كړي.
ورپسې په كميسيون كې د شته هوكړه ليكونو په اړه، چې پخوا يې په اړه بحث او تاييد شوي و، تصميم ونيول شو، چې دغه هوكړه ليكونه دې د نظرپوښتنې په موخه عمومي غونډې ته تر وړاندې كيدو وړاندې كميسيونونو ته واستول شي.
له نشه يي توكو، مسكراتو او اخلاقي فساد سره د مبارزې د كميسيون په غونډه كې، چې د كميسيون د مرستيال شاه عبدالاحد افضلي په مشرۍ جوړه شوې وه، د زياتوالي پر ارزښت د ماليې د قانون د طرحې او د افغانستان د اسلامي جمهوريت
او سعودي عربستان ترمنځ د همكارۍ د هوكړه ليك په اړه بحث وشو، تر بحث وروسته د تاييد وړ وګرځيدل.
په غونډه كې د ۱۳۹۱كال د قطعيې د راپور په اړه، چې د مالي او بودجې كميسيون له لوري رااستول شوې وه، بحث وشو، د كميسيون غړو ته دنده وسپارل شوه، چې موضوع دې په هراړخيز ډول وڅيړي، خپلې نظرويې دې د كميسيون په راتلونكې غونډه كې وړاندې كړي.
د عدلي او قضايي چارو كميسيون په غونډه كې، چې د كميسيون د مرستيال
عبدالرووف انعامي په  مشرۍ ، د قضايه قوې او له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د استازو په ګډون جوړه شوې وه، له اداري فساد سره د مبارزې قانون د تعديل د طرحې په اړه بحث وشو.
د كميسيون مرستيال او سرپرست عبدالرووف انعامي ددې قانون د اهميت او د موضوع په اړه په بيلا بيلو غونډو كې د ترسره شويو بحثونو په اړه خبرې وكړې، ويې ويل، چې د اړتيا له مخې دغه قانون بايد د ملي شورا له خوا تصويب شي.
د قضائيه قوې او له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې استازو ټينګار وكړ، چې اداري فساد سره د مبارزې قانون دې له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې د اجرااتو په پام کې نيولو سره په داسې ډول تصويب شي، چې دغه اداره وكولاى شي، په بشپړ صلاحيت سره د قضائيه قوې او ملي شورا په ګډون ټولې دولتي ادارې وڅاري. دا هغه موضوع ده، چې په ځينو مواردو كې له اساسي قانون سره په ټكر كې ده.
په غونډه كې تر هر اړخيز بحث وروسته تصميم ونيول شو، چې د موضوع په اړه دې په راتلونكې غونډه كې بحث وشي. د يادونې وړ ده، چې په غونډه كې له اداري فساد سره د مبارزې د څارنې او ارزونې د ګډې كميټې د رئيس ګډون اړين دى.
د دفاعي چارو او ځمكنۍ بشپړتيا دكميسيون په غونډه كې، چې د كميسيون دمرستيال اغاجان په رياست جوړه شوې وه، د افغانستان د اسلامي جمهوريت او د سعودي عربستان ترمنځ د همكارۍ د هوكړه ليك په اړه بحث وشو او د كميسيون د غړو له لوري تاييد شو.
ورپسې د ۱۳۹۱ كال د قطعيې په اړه د پلټنې د عالي ادارې پر راپور بحث وشو، پريكړه وشوه او د بحث دوام راتلونكې غونډې ته وځنډول شو.
د معلولينو، معيوبينو، د شهيدانو د وارثانو او كونډو دكميسيون په غونډه كې، چې د سيد حسين عالمي بلخي په مشرۍ جوړه شوې وه، د زياتوالي پر ارزښت د ماليې دقانون د طرحې په اړه بحث وشو.
د كميسيون غړو د دلايلو په وړاندې كولو سره ياده طرح رد كړه او اړوند كميسيون ته يې واستوله.
د غونډې په بله برخه كې د ۱۳۹۱ كال د قطعيې په اړه د پلټنې د عالي ادارې پر راپور او د مالي اوبودجې كميسيون پر څيړنيز راپوربحث وشو، په پايله كې اړونده كميسيون ته وړانديز وشو، چې په دې اړه دې څيړنه وكړي، ، د قطعيې اصل دې كميسيون ته راواستوي، څو يې په اړه هر اړخيز بحث وشي.
دغه راز په غونډه كې د شهيدانو د وارثانو او معلولينو ستونزې د هغوى پر وړاندې وڅيړل شوې، د اجرااتو په موخه اړوندو مراجعو ته واستول شوې.
د وكيلانو د خونديتوب، امتيازونو او حقونو دكميسيون په غونډه كې، چې د شريف الله كامه وال په مشرۍ جوړه شوې وه، د ولايتي شوراګانو د قانون د طرحې په اړه بحث وشو او دوام يې راتلونكې غونډې ته وځنډول شو.
ورپسې د زابل ولايت د شاه جوى ولسوالۍ د سريز په كلي كې د ائتلافي ځواكونو د خپلسرو عملياتو په اړه، چې له امله يې يو شمير ملكي وګړي وژل شوي دي، بحث وشو، د كميسيون منشي او ددغه ولايت استازې زهرا توخي زابلي د پيښې د څيړنې په موخه ياد ولايت ته واستول شوه.
په غونډه كې د زابل ولايت د امنيتي مسوولينو د رښتينو كړنو په خاطر ددغه ولايت د امنيې قوماندان بريد جنرال غلام سخي روغ ليوني او د امنيت امر حاجي نازك لپاره د كميسيون ستاينليكونه وركړل شول.
په پاى كې كميسيون ته د رارسيدلو عريضو او مكتوبونو په اړه بحث وشو.
د ملي اقتصاد كميسيون په غونډه كې، چې د ميرالرحمان رحماني په مشرۍ جوړه شوې وه، په سر كې د ۱۳۹۱ قطعيې او د مالي او بودجې كميسيون د څيړنيز راپور په اړه بحث وشو، د بحث دوام راتلونكې غونډې ته وځنډول شو.
د كميسيون غړو د وزارتونو او دولتي ادارو په تيره بيا د ايسا او اقتصاد وزارت د پراختيايي بودجې د لګښت د څرنګوالي د څارنې او څيړنې په لړ كې پريكړه وكړه، چې د ايسا ادارې رئيس دې د كميسيون د تلې د څوارلسمې نيټې په غونډه كې د اړوندې بودجې لګښت په اړه توضحيات وړاندې كړي.
دغه راز پريكړه وشوه، چې د اقتصاد وزير دې د كميسيون د تلې مياشتې د شپاړسمې نيټې په غونډه كې د پراختيايي بودجې د ۶۲سلنې د لګښت او د بودجې د موثريت د څرنګوالي په اړه توضحيات وړاندې كړي.
دغه راز په غونډه كې د ولايتي شوراګانو د قانون طرحه چې د كورني امنيت كميسيون له لوري رااستول شوې وه او دغه راز د مالي او بودجې كميسيون له لوري د زياتوالي پر ارزښت د ماليې د قانون د طرحې په اړه بحث وشو، د كميسيون غړو د ولايتي شوراګانو د قانون د طرحې په اړه يو لړ تعديلونه او نظرونه وړاندې كړل، چې ددې تعديلونو پر بنسټ د ولايتي شوراګانو رئيسان بايد هر كال وټاكل شي.
په غونډه كې دغه تعديلي وړانديز د رايو په اكثريت تاييد شو او د زياتوالي پر ارزښت د ماليې قانون د طرحې په اړه د بحث دوام راتلونكې غونډې ته وځنډول شو.
د شكايتونو اوريدو كميسيون په غونډه كې، چې د عبيدالله باركزي په رياست جوړه شوې وه، پر بيلا بيلو موضوعاتو بحث وشو.
د غونډې په پيل كې د افغانستان د ازادو ژورناليستانو عريضه د اطلاعاتو او فرهنګ له وزير سره شريكه شوه. دغو ژورناليستانو شكايت درلود، چې د ژورناليستانو ټولنې په ټاكنو كې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ د وزير پر وړاندې ترسره شوې، دوه تنه بريالي اعلان شول، هغه مهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزير هم دغه دوه تنه تاييد كړل، خو وروسته يې بيا اعلان وكړ، چې ټاكنې دې له سره وشي، چې داځلي ټاكنې ناقانونه وې.
په دې اړه د اطلاعاتو او فرهنګ وزير هر اړخيز معلومات وړاندې كړل. د كميسيون غړو د نوموړي وزير تر معلوماتو وروسته پريكړه وكړه، چې په لومړي ځل ترسره شوې ټاكنې رڼې او قانوني وې. هغه ټاكنې، چې له مخې يې د افغانستان د ژورناليستانو د ټولنې مرستيال امان لله جهانيار او د افغانستان د علومو اكاډمۍ غړې اغلې فرزانه حبيبي بريالي اعلان شوي، د كميسيون د غړو د تاييد وړ دي. د كميسيون غړو دغو دوو تنو برياليو كسانو ته په خپلو ورځنيو چارو كې د بري هيله وكړه.
د غونډې په بله برخه كې د پروان ولايت د فرانسوي ژبې د پوهنځۍ د محصلينو پر عريضه خبرې وشوې. ددغه محصلينو عريضه د لوړو زده كړو وزارت له تدريسي مرستيال او د پروان د پوهنتون له رئيس سره شريكه شوه. محصلينو په خپله عرضپاڼه كې د مسلكي استادانو له نشتوالي او ځينو نورو ستونزو څخه شكايت كړى و.
په دې اړه د لوړو زده كړو وزارت تدريسي مرستيال او د پروان پوهنتون رئيس ژمنه وكړه، چې د يوې اوونۍ په ترڅ كې به د محصلينو ستونزې اوارې كړي.
په غونډه كې د عصمت الله مېنې د اوسيدونكو پر عريضه بحث وشو. دوى شكايت درلود، د دوى د سيمې برېښنا د كورنيو جګړو په ترڅ كې پرې شوې او دا نهه كال كيږي، چې د برېښنا د بيرته فعالولو په لټه كې دي. د اوبو برېښنا وزارت څخه يې د فعاليدو چارې تمامې شوې او ځينې وسايل هم راوړل شوي دي، خو اوس يې كار په ټپه ولاړ دى. په دې اړه د كابل ولايت د برېښنا شركت رئيس او د دې شركت د سوداګريزو چارو رئيس ژمنه وكړه چې د لړم تر پنځلسمې نيټې پورې به د سيمې برېښنا وصل او له دې پلوه به د خلكو ستونزې اوارې شي.
د غونډې په پاى كې د پكتيكا ولايت د وازې خوا، تروې او وړممۍ ولسواليو د اوسيدونكو پر شكايتونو بحث وشو. دوى شكايت درلود، چې ښوونځي يې مسلكي ښوونكي نه لري، روغتيايي مركزونه نشته او دغو ولسواليو ته غځيدلې لارې د مخالفانو له لوري تړل شوې دي. د دوى په وينا، چې د لارو د تړل كيدو له امله ولسواليو ته خوراكي توكي نه رسيږي او خلك له ګڼو ستونزو سره لاس او ګريوان دي. دوى دغه راز زياته كړه، چې په دې سيمو كې د مخالفانو په نوم پاكستانۍ مليشې فعاليت كوي.
د كميسيون غړو د يادو سيمو د اوسيدونكو د شكايتونو تر اوريدو وروسته پريكړه وكړه، چې د ملي دفاع، كورنيو چارو وزيران او د ملي امنيت لوى رئيس دې د كميسيون د سه شنبې ورځې په غونډه كې ګډون وكړي او په دې اړه دې معلومات وړاندې كړي.
دغه راز په ملي شورا كې د پكتيكا ولايت له استازو څخه هم وغوښتل شول، چې
د كميسيون د سه شنبې ورځې په غونډه كې يې ګډون اړين دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته