دولسي جرګې منشي دننګرهار ولايت دعامه محافظت دکنډک له سرتيرو سره وکتل

کابل باختردلړم دمياشتې ٣ :
دولسي جرګې  منشي انجينر سيداکرام نن  دننګرهار ولايت دعامه محافظت دکنډک  د سرتيرو په  کتنه کې  دهغوى ستونزې واوريدې.
دولسي  جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ  :
په دې کتنه  کې  چې په کابل کې وشوه  دننګرهار ولايت دعامه محافظت دکنډک سرتيرو   داړوندو مسوولينو له خوا  دخپلو  شپږ مياشتنيو معاشونو دنه ورکړې  له امله شکايت وکړ او ددغې ستونزې د جدي څيړنې غوښتنه يې وکړه.
دولسي جرګې منشي  له دوى سره  ژمنه وکړه  چې اړوندو مسوولينو ته  خبر ورکوي چې په دې برخه کې  جدي اقدام وکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته