کابل باختر دغبرګولي دوه ويشتمه :
دولسي جرګې دويم نايب محمد نذير احمدزي دښوونکو دشورا له استازو سره په کتنه کې دهغوى ستونزې واوريدې .
دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ. په دې کتنه کې دښوونکو دشورا استازو دملکي خدمتونو دقانون د ٢٣ مادې دتعديل او دښوونکو دوظيفوي قدمو له پلوه درامنځته شويو ستونزو دلرې کولو ، په ښوونکو داستوګنې دنمرو په ويش کې دپوهنې وزارت دژمنو دعملي کيدو ، او دښوونکو په معاش کې دزياتوالي په باب خپل ځينې پيشنهادونه طرحه کړل او دولسي جرګې له دويم نايب څخه يې په دې برخه کې دهمکارۍ غوښتنه وکړه .
دولسي جرګې دويم نايب وويل چې ددوى غوښتنه له جمهور رييس سره طرحه کوي چې له قانون سره سم چلند وشي .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل