دولسي جرګي درييسانو کميټې غونډه وکړه
کابل باخترمرغومي دمياشتې ١٩ :
دولسي جرګې درييسانو کميټې غونډه وکړه . ديوولسو تنو وزيرانو داستيضاح دنيټې دټاکلو په ترڅ کې يې پريکړه وکړه چې سبا چهارشنبې اودراتلوونکې اوونۍدشنبې په ورځ په کميسيونونوکې په بودجې باندې کاروشي .
باخترا ژانس په دولسي جرګي دمطبوعاتي دفتر دمعلوماتوله مخې په هغې غونډه کې چې دولسي جرګي درييس عبدالروف ابراهيمي په مشرۍ اودلومړۍ نائب عبدالظاهر قدير ، دويم نايب نعمت الله غفاري داتلسګونو کميسيونونو ، دررييسانو او استازو اودپارلمان ډلو داستازو په گډون جوړه شوې وه د ١٣٩٢ کال دملي بودجي ددويمي مسودي ، دانتخاباتو دقانون دطرحې اودهغو وزيرانو داستيضاح په باب چې نه دى بريالي شوي په ١٣٩٠ کال کې اړونده پرمختيايي بودجه په سلو کې ترپنځوسو پوري ولګوي خبرې اترې وشوې .
په نتيجه کې له هراړخيزو خبرو وروسته پريکړه وشوه چې دمرغومې دمياشتې په شلمه نيټه دچهارشنبې په ورځ اودمرغومې په درې ويشتمه نيټه دشنبې په ورځ د ١٣٩٢ کال دملي بودجې دمسودي په باب په کميسيونونو کې کاروشي
دغه راز پريکړه وشوه هغه يوولس تنه وزيران چې دهغوى داړوندو وزارتونو د ١٣٩٠ کال پرمختيايي بودجه لګښت په سلو کې له پنځوسو څخه ټيټه دي داستيضاح په مقصد دي دمرغومي دمياشتي په ٢٥ نيټه ددوشنبي په ورځ چې دملي تلويزيون له لاري په مستقيم ډول خپريږي راوبلل شي .
دغه راز ديادونې وړ ده چې سبا دمرغومې په شلمه نيټه د چهارشنبې اودمرغومې په درې ويشتمه نيټه دشنبې په ورځ دولسي جرګي عمومي غونډي نه جوړږيږي اويواځي په کميسيونونو کې د ١٣٩٢ کال دملي بودجي په باب خبري کېږي .