دولتي کارکوونکي د اغیزمنو خدمتونو په وړاندې کولو مکلف دي

لښکر ګاه باختر د وري د میاشتې ۱۲ مه
دولتي کارکوونکي خلکو ته په ښو او د اغیزمنو خدمتونو په وړاندې کولو مکلف دي.
دغه څرګندونې د هلمند د والي مرستیال مجاهدالله صفاري ملکي کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په موخه د جوړ شوي ورکشاپ په پرانیستغونډه کې وکړې.
صفاري د ملکي کارکوونکو د ظرفیت لوړول اړین وبلل خو ټينګار يې وکړ چې،دولتي کارکوونکي هم اړ دي چې خلکو ته اغيزمن خدمات وړاندې کړي.
په همدې حال کې بيا د هلمند د بشري سرچينو ريېس احمد مسعود سېلاب وويل چې په دغه ورکشاپ کې به د بېلابېلو ادارو شپږ شپيته تنه نوي ګومارل شوي کارکوونکي ګډون وکړي.
هغه وويل چې ياد ورکشاپ به درې ورځې دوام وکړي چې په ترڅ کې به يې نوي ګومارل شويو کارکوونکو ته د پلان جوړونې،راپور ورکونې او د چارو د ارزونې  په برخو کې معلومات ورکړل شي.پاى _ وصال

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته