دولتي مقامات دغور له خبريالانو سره مرسته نه کوي
چغچران باخترد ثور دمياشتې ٤ :
په غور ولايت کې خبريالان ددغه ولايت له امنيتي مقاماتو په تېره بيا ددغه ولايت له امنيه قوماندان او د امنيت له آمرڅخه له رسنيوسره د دوى د نه همکارى لپاره سخت انتقادکوي.
هغوى وايي چې زياتره وخت خبريالان ددغه ولايت له امنيه قوماندان او يا د پوليسو له نورومسوولينوسره د يوې پيښې د تائيدولو او يا ردولو لپاره اړيکې نيسي؛ خو دوى د معلوماتو له ورکولو څخه ډډه کوي.
دغور ولايت امنيه قوماندان سمونوال دلاورشاه دلاور او د امنيت آمر غلام سخي همدرد دخبريالانوخبرې تائيدوي او وايي چې د زيات مصروفيت له امله دخبريالانو تيلفونونو ته ځواب نه شي ويلى.