کابل – باختر دتلې دمياشتې ١٧
دبغلان ولايت پوليسو نن دجنګي وسايلو يوه زيرمه کشف کړه.
دبغلان ولايت دامنيې قوماندانۍ ويندوى احمد جاوديد بشارت باختر آژانس ته وويل : له دغې زيرمې څخه چې ددغه ولايت له ده صلاح ولسوالۍ څخه کشف شوې ده د بي،ام يو يوسلو شپږ څلويښت ګولۍ، دپيکا يو صندوقه ګولۍ ،يو کلاشينکوف او څلور نيم کيلوګرام چرس ترلاسه شوي دي .
بشارت زياته کړه دغه زيرمه په يو غير مسوول وسله وال قوماندان پورې اړه درلوده چې د ميوند – ٤ عملياتو په بهير کې له دغې ولسوالۍ څخه کشف شوه.
0 د یوې دقیقې څخه لږ