دوسله وال بريد په وخت کې درې تنه طالبان ووژل شول او پنځه تنه نور يې ټپيان شول .
کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
هغو اتو تنووسله والو طالبانو ته چې غوښتل يې دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دکوکنارو داړولو بهير يې ګډوډ کړي مرګ ژوبله واوښته .
دغو کسانو ته له هغه وروسته مرګ ژوبله واوښته چې دامنيتي ځواکونو په قطعاتو چې دکرل شويوکوکنارو په اړولو بوخت و وسله وال بريد وکړ .
په هرات ولايت کې دملي اردو يو مسوول باختراژانس ته وويل چې ددغې جګړې په بهير کې درې تنه يرغلګر ووژل شول اوپنځه تنه نور يې ټپيان شول .
دغه جګړه دشينډند ولسوالۍ په ګوشه کلي کې ونښته او امنيتي ځواکونوته زيان نه دى اوښتى .
دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې دکرل شويو کوکنارو داړولو عمليات له شلو ورځو راپديخوا پيل شوي دي او دوام لري .
په دغو عملياتو کې په سلګونوجريبه ځمکه کې کرل شوي کوکنار اړول شوي دي .
مسوولين وايي دغه پروګرام به په هرات ولايت کې دکوکنارو تر بشپړ اړولو پورې دوام وکړي .