امنیت

دوسله والو طالبانو يو قوماندان له شپږو تنوافرادو سره يې په لوګر کې ووژل شو

کابل باختردليندۍ دمياشتې٨  نيټه  :
دوسله والوطالبانو يو قوماندان پرون  له شپږو تنو افرادو سره يې دلوګرولايت  په ازرې ولسوالۍ کې ووژل شو.
دلوګر دوالي وياند سليم صالح باخترآژانس ته وويل ؛ چې قوماندان ملامجيد له شپږو تنوافرادوسره يې دلوګرولايت دازرې ولسوالۍ دتختکي په سيمه کې د بې پيلوټه الوتکې په بريد کې ووژل شو.
دا په داسې حال کې ده  چې دوه  ورځې مخکې هم دهوايي بريد له امله اته تنه
وسله وال طالبان په لوګر کې وژل شوي وو.
پاى ج ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته