امنیت

دوسله والو طالبانو يو قوماندان له خپلو پنځو تنو افرادو سره په ننګرهار کې ووژل شول .

کابل باختر د  زمري  ٢٤:
دوسله والو طالبانويو قوماندان له خپلو پنځو تنو افرادو سره  په ننګرهار ولايت کې دملي امنيت   دځواکونو  په ناڅاپي بريد کې ووژل شول .
په دغو وسله والو طالبانو تيره شپه کله يې چې غوښتل دغني خيلو ولسوالۍ په ودانۍ او د جلال اباد – تورخم دلويې لارې په يوشمير امنيتي پوستو بريد وکړي  دملي امنيت دځانګړو ځواکونو له کمين سره مخامخ شول .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې په دې کمين کې  دوسله والو طالبانو يو قوماندان  له پنځو تنو افرادو سره يې  ووژل شو .
ده وويل په دې  بريد کې پوځيان او دسيمې اوسيدونکو ته زيان نه دى اوښتى .
  ختم_   ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته