امنیت

دوسله والو طالبانو يوقوماندان په ننګرهار کې ووژل شو .

کابل باختر دوږي  دوه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان پرون دخپل ساتونکي له خوا دننګرهار ولايت په شيرزاد ولسوالۍ کې ووژل شو .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې قوماندان ګولون  دخپل ساتونکي له خوا ددغه ولايت  دشيرزاد ولسوالۍ په مربوطاتو کې ووژل شو .
دطالبانو ددغه قوماندان دوژل کيدو علت په شيرزاد ولسوالۍ کې ددغې ډلې افرادو ترمنځ داخلي اختلافونه بلل شوي دي .
ده زياته کړه چې دقوماندان ګولون  ساتونکى هم دنورو افرادو له خوا ووژل شو .
  ختم_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته