کابل باختر د وري ديرشمه
دافغانستان په ختيځ کې دنورستان ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چيې دپوځي عملياتو په بهيرکې يې دکامديش ولسوالۍ په سلو کې پنځوس دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه کړې ده .
ددغو مسوولينو دڅرګندونو له مخې، ددغو عملياتو له پيل څخه تراوسه پورې پنځه پنځوس وسله وال طالبان وژل شوي او څه ناڅه اويا تنه نور يې تپيان شوي دي .
ددغو عملياتو په بهير کې دطالبانو يو شمير مشران چې په کامديش کې يې ددغې ډلې د تروريستي بريدونو رهبري په غاړه درلوده هم وژل شوي دي
دنورستان دپوليسو مسوول غلام الله نورستاني باختر اژانس ته وويل چې دوى دکامديش په ولسوالۍ کې ددغو عملياتو په بهير کې په دى بريالى شول چې دوسله والو طالبانو دستراتيژيکي سيمو په نيولو سره هغوى وباسي .
ده وويل چې ددغې ولسوالۍ په سلو کې پنځوس سيمې له وسله والوطالبانو څخه نيول شوي دي اوهلې ځلې کوي چې د سترو عملياتو په ترسره کولو سره طالبان له دغې سرحدي سيمې څخه په پاکستان کې خپلو پټنځايونو ته تيښتې ته اړ کړي .
په کامديش ولسوالۍ کې په هغه ځاى کې چې تراوسه پورې دوسله والو طالبانو له خوا کلابنده ده پوځي عمليات دسيمې دخلکو او سيمه ئيزو مسوولينو په غوښتنه دجمعې په ورځ دملي اردو دسلګونو تنو کوماندويي او دپوليسو دځواکونو په استولو سره پيل شول ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهير کې په طالبانو سخت ګوزار شوي دي .
په همدې حال کې دنورستان دوالي ويندوى محمد زرين باختر اژانس ته وويل چې ډير ژر به داوسنيو پوځي عملياتو تر څنګ يو لړ نور عمليات په کامديش ولسوالۍ کې پيل شي .
ده وويل ددغو عملياتو په بهير کې هلې ځلې کيږي چې په بنسټيز ډول دوسله والوطالبانو پټنځايونه له منحه يوړل شي او وسلې اومهمات يې کشف اوترلاسه شي او دخلکو دسوکالي په خاطر دبيا رغونې پروګرامونه پيل شي .
دکامديش له ولسوالۍ څخه په رارسيدلو خبرونوکې ويل شوي دي چې افغان ځواکونه د پراخو پوځي تصفيوي عملياتو دترسره کولو لپاره تياري نيسي .
دنورستان دوالي ويندوى وويل، افغان ځواکونه هلې ځلې کوي چې دکامديش ولسوالۍ وروستي سرحدي سيمې ته ځان ورسوي هغه سيمې چې وسله وال طالبان په پاکستان کې خپلو پټنځايونه دتګ راتګ لپاره کاروي .
دنورستان ولايت پوليسو مسوول وويل چې ددغه ولايت له مرکز پارون څخه دپوليسو يو شمير اضافي ځواکونه په دغو عملياتو کې د ونډي اخستنې په مقصد په کامديش کې دپوځيانو له ليکو سره يوځاى شوي دي .
غلام الله نورستاني وويل، دپوځي عملياتو په بهير کې په سلګونو وسله وال طالبان له دى جملې څخه پاکستانيان بيرته پاکستان ته تښتيدلي دي هغوى نور له افغان ځواکونوسره دمخامخې جګړې توان نه لري او سخته ماته يې خوړلې ده .
دنورستان دپوليسو مسوول وايي چې دير ژر په کامديش کې دوسله والوطالبانو دبشپړي ماتې شاهدان واوسو .
دوسله والوطالبانو له دى جملې څخه دپاکستاني طالبانو څوکلن شتون په کامديش ولسوالۍ کې دملکي وګړو ژوند له ستونزې سره مخامخ کړي و .
په دغې ډلې پورې تړلو کسانو دامر باالمعروف اونهيي عن المنکر داداري په جوړولو سره تل خلک ځوړول خو اوس لکه څنګه چې ويل کيږي خلک ئبه هغو سيموکې چې دطالبانو له کنترول څخه ايستل شوي دي بيرته خپل عادي ژوند پيل کړي دي .
دافغانستان په ختيځ کې دنورستان ولايت له پاکستان څخه د دوه سوه پنځوسو کيلو مترو په اوږدوالي دپولى په لرلو سره تل دوسله والو طالبانو له دى جملې څخه دپاکستاني جګړه مارانو دشتون او فعاليت ډګر دى .