امنیت

دوسله والو طالبانو له خوا په جومات کې ديوه سړي وژل کيدل .

کابل باختر دمرغومي يو ويشتمه
دافغانستان په ختيځ کونړ ولايت کې تيره شپه په جومات کې  په يوه سړي  ديوې ډلې  وسله والوطالبانو له خوا بريد وشو او ووژل شو .
يرغلګرو دکونړ ولايت  دوټه پورې ولسوالۍ په شامرکوټ  کلي کې  دلمانځه  داداکولو په وخت کې په يوه جومات  بريد وکړ او يوسړى يې چې ويل کيږي ملکي  و ،  په ډزو سره وواژه .
درارسيدلو خبرونو له مخې، وسله والو طالبانو غوښتل چې دغه سړى له ځان سره بوځي خوکله يې چې  وليدل چې دسيمې مشران اولمونځ  کوونکي ددې کار خنډ کيږي  هغه يې په جومات کې په ډزو سره وواژه .
ويل کيږي چې دغه جومات ديوې امنيتي پوستې په شپيته مترۍ واټن کې او داردو دپوځيانو ديوې قرارګاه په دوه سوه  متري واټن کې دى .
دحنيف  ، دهغه سړي ورو لايق چې  دوسله والو طالبانو په دې بريد کې وژل شوى دى دباختراژانس خبريال ته وويل چې ده دطالبانو دبريد په باب امنيتي مامورينو ته خبر ورکړى دى خو دغه ځواکونه يوساعت وروسته او هغه وخت چې يرغلګر له ساحې  څخه  تللي و جومات ته ورسيدل .
لايق وايي چې ورور يې  له دولت سره هيڅ راز اړيکې نه لرلې .
په همدې حال کې دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب  سيدخيل په جومات دطالبانو بريد او ديرغلګرو له خوا په ډزو سره ددغه ملکي سړي  وژل کيدل تاييد کړل . ده وويل  چې ددغې پيښې دڅرنګوالي  په باره کې  څيړنې پيل شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته