کابل باختردزمري دمياشتي ١٨ :
په يو لړپوځي عملياتو کې دوسله والو طالبانو دډلې شپږتنه سيمه ييز قوماندانان ونيول شول .
دغه قوماندنان دهلمند ولايت دنادعلي اونهرسراج ، دبلخ دچمتال او دغزني دمقر اود ارزګان دچوري اوبلوچي دولسواليو په مربوطاتو کې نيول شوي دي.
ناټوباختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره ويلي دي چې نيول شوي کسانو په افغان پوځيانو اودناټو په پوځونو دياغيانو دترورستي بريدونو دسازمان ورکولو مسووليت په غاړه درلود.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې نښتې هم شوي دي او څوتنه ياغي طالبان وژل شوي اويا نيول شوي دي.