امنیت

دوسله والو طالبانو د ډلې يو جګپوړى قوماندان په قندهار کې ووژل شو.

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٥
دوسله والو طالبانو د ډلې يو جګپوړى  قوماندان په قندهارولايت کې له امنيتي ځواکونو سره دنښتې په بهير کې ووژل شو.
ملابخت محمد پرون ناوخته د ارغستان ولسوالۍ دشګو ګودر  په سيمه کې کله چې ديو لړ تروريستي بريدونو دسازمان ورکولو په مقصد روان د دسرتيرو له کمين سره مخامخ شو او ووژل شو.
دقندهار دوالي ويندوى  جاويد فيصل باختر آژانس ته وويل  : چې ملا بخت محمد د ارغستان ولسوالۍ او د قندهار په ځينو نورو سيمو کې   د تروريستي   بريدونو دسازمان ورکولو مسووليت په  غاړه درلود.
په ملابخت محمد  چې  په   خپله دطالبانو  د ډلې ديوې تروريستي شبکې   مشر رهبري  کوله په قندهار ولايت کې دلسګونو خونړيو  پيښو تور پرې لګول شوى دى.
په همدې حال کې د قندهار سيمه ييزو مسوولينو دملابخت محمد وژل کيدل  په دغه ولايت کې دامنيت د ښه والۍ او د تروريستي   بريدونو دکمښت  په   لاره کې     مهم  وبلل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته