-کابل باختر د وري ديرشمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان پرون دلوګر ولايت په مربوطاتو کې له امنيتي ځواکونوسره په نښته کې ووژل شو .
دلوګر ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند شاهپور احمدزي باختراژانس ته وويل چې پرون امنيتي ځواکونه ددغه ولايت دمرکز دادو خيلو په سيمه کې دخپلو پوځي اډو په اکمالاتو بوخت و چې په همدې سيمه کې دوسله والو طالبانو له کمين سره مخامخ شول .
ښاغلي احمدزي زياته کړه دغې نښتې نيم ساعت دوام وکړ چې له امله يې دعنايت خان په نامه دطالبانو يو قوماندان ووژل شو .
ويل کيږي چې دنښتې په بهير کې يوه ميرمن هم شهيده شوه .
دلوګر ولايت دسيمه ئيزو مقاماتو دڅرګندونوله مخې، په دې پيښه کې امنيتي ځواکونو ته زيان نه دى اوښتى .
داپه داسې حال کې ده چې پرون دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند ناصرا سيمه کې دسيمه ئيزو پوليسو يوسرتيرى چې له خپل کور څخه ددندې په لور روان و دناپيژاندو وسله والو کسانو له خوا په ډزو سره ووژل شو .
1 1 دقیقه لوستل