کابل باختر د غبرګولي پنځمه :
دوسله والو طالبانو دډلې يوقوماندان تيره شپه دننګرهار ولايت په مربوطاتو کې ونيول شو .
دملي دفاع وزارت دويندوي مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ دملي اردو ځواکونو دوسله والو طالبانو دډلې ديو شمير قوماندانانو دنيولو په مقصد دننګرهار ولايت دبهسودو ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې ددغې ډلې يو قوماندان ونيول شو .
ديوبل خبر له مخې، يو وسله وال طالب کله يې چې غوښتل دلوګر ولايت په مرکز پورې اړوند دبادخواب شانه په لاره کې دوسايطو ضد يو ماين ښخ کړي دملي اردو دځواکونو له خوا ونيول شو .
ديوبل خبر له مخې، دوه تنه وسله وال طالبان دپکتيا ولايت دشورک ولسوالۍ په مربوطاتو کې دملي اردو دځواکونو په چاڼيزو عملياتوکې ووژل شول .
ختم_ ف _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل