امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې مشهور قوماندان ملا صبغت الله روحاني په سرپل کې ووژل شو .

کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
دوسله والو طالبانو دډلې مشهور قوماندان ملا صبغت  الله روحاني له اووه تنو افرادو سره يې په سرپل ولايت کې له افغان پوځيانوسره په نښته کې ووژل شو.
  په دې نښته کې  چې له تيرې شپې څخه تر نن سهار پورې دوام درلود پنځلس تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شول .
جګړه هغه وخت ونښته چې دملي اردو اوملي پوليسو ځواکونو دسرپل ښار په يوه کلي کې دوسله والو طالبانو دډلې  دمشهور قوماندان ملا صبغت الله روحاني په پټنځي  بريد وکړ .
دسرپل ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر سخي داد حيدري دباختراژانس خبريال ته وويل چې په دې نښته کې ملا روحاني له اووه تنو افرادو سره يې ووژل شو اوڅه ناڅه پنځلس تنه نور جګړه ماران ټپيان شول .
ده  په دې نښته کې دپوليسو ديوه سرتيرې شهادت هم تاييد کړ .
ويل کيږي چې ددغې نښتې په بهير کې  ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .
دسرپل  ولايت دامنيې قوماندانۍ دامنيت آمر وايي چې په دې بريدکې سيمه دوسله والو طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده .
ملا صبغت الله په سرپل ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې مشهور قوماندان بلل کيده .
دسرپل ولايت سيمه ئيز مسوولين وايي چې ددغه ولايت په زياترو سيمو کې تروريستي بريدونه ددغه قوماندان له خوا ترسره کيدل . 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته