امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې مالي او نظامي مسوول ونيول شو

کابل باختر د مرغومي اووه ويشتمه :
په قندهار ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې مالي  او نظامي  مسوول  پرون  دعامه نظم دپوليسو  دځواکونو له خوا ونيول شو .
  دقندهار ولايت وياند  صميم خپلواک  دباختراژانس خبريال ته وويل  په قندهار ولايت کې  دوسله والو طالبانو دډلې  مالي او نظامي مسوول ملا يونس  له پنځو تنو  همکارانوسره يې  دقندهار ولايت  ددامان ولسوالۍ کې ونيول شو .
  يوه اړونده خبرځاى وويل  دطالبانو دغه قوماندان تيره شپه  دقندهار ولايت ددامان  په ولسوالۍ کې  دعامه نظم دپوليسو  دځواکونو  په ځانګړو عملياتو کې  ونيول شو .
  دخپلواک دڅرګندونوله مخې ،  له پنځوتنو  افرادو سره يې  ددغه قوماندان په نيول کيدو سره به  ددامان ولسوالۍ په ځينوسيموکې په نسبي ډول امنيت تامين شي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته