امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دغوريانو ولسوالۍ لپاره دنومول شوي ولسوال وژل کيدل .

کابل باخترد وري دريمه :
دوسله والو طالبانو دډلې له خوا دهرات ولايت دغوريانو ولسوالۍ لپاره نومول شوى ولسوال په بشير کنګ  مشهور  ملا بشير له  دريو تنو افرادو سره يې نن سهار دهرات غوريانو واټ  دپخولو دطرحې داجرا کوونکي ساختماني شرکت په تاسيساتو بريد پيل کړى و .  چې په خپل وخت دامنيتي ځواکونوله خوا  ددوى بريد ناکام  کړى شو .
دامنيتي ځواکونو په متقابل  بريد کې دطالبانو نومول شوى ولسوال له دريو تنو افرادوسره يې ووژل شو .
همدا اوس دطالبانو دپيژندنې، نيولو او مجازاتو په موخه په دغې ولسوالۍ کې دامنيتي ځواکونو چاڼيزو عمليات دوام لري .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته