کابل باختر د غبرګولي دولسمه :
دوسله والو طالبانو دډلې درې تنه سرګروپان نن په باميان ولايت کې پر امنيتي پوستو دبريد په وخت کې دامنيتي ځواکونو دمقاومت له امله ووژل شول .
دباميانو ولايت وياند عبدالرحمن احمدي دباختراژانس خبريال ته وويل دغه درې تنه سرګروپان هغه وخت دامنيتي ځواکونو له خوا ووژل شول چې له خپلو يوشيمر افرادو سره دکهمرد ولسوالۍ د شپشتې په امنيتي پوستو بريدونه وکړل .
ده زياته کړه ددغې جګړې په بهير کې چې اوس هم دوام لري د ډبرو سکرو دپروژې دمحافطتي کندک درې تنه پوليسان ټپيان شوي دي .
دکهمرد ولسوال عبدالهادي سيغاني وايي چې په لسګونو تنو وسله والو طالبانو دبغلان ولايت دتاله او برفک ولسوالۍ له څو استقامتونو څخه پر دغو پوستو بريدونه وکړل خو دماتې خوړلو په حال کې دي .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دباميانو له مرکز څخه کومکي ځواکونه سيمې ته روان دى او طالبان به ډير ژر ماتې وخوري .
0 1 دقیقه لوستل