امنیت

دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون ١١ تنه طالبان ووژل شول .

کابل باختر د مرغومى  اوولسمه :
  په کونړ ولايت کې دامنيتي ځواکونو دبريد له امله دوسله والو طالبانو دډلې ددريو تنو قوماندانانو په ګډون يوولس تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
دکونړ ولايت امنيه قوماندان جنرال عبدالحبيب سيدخيل دباختراژانس خبريال ته وويل افغان امنيتي ځواکونو تيره شپه ددانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل او يوولس تنه وسله وال طالبان يې ووژل .
دسيدخيل دڅرګندونې له مخې په وژل شويو کسانو کې دحنيف ، اسمعيل او نعمان په نومونو دوسله والو طالبانو د ډلې  درې تنه مشهور قوماندانان شامل دي چې په دانګام ولسوالۍ کې دتروريستي او ورانکارو بريدونو طرحه کوونکي وو .
  ده زياته کړه چې ددغو کسانو په وژل کيدو سره به ددانګام ولسوالۍ په مربوطاتو کې امنيت تامين شي .
داپه داسې  حال  ده چې دوه ورځې  مخکې هم دوسله والو طالبانو دډلې يو قوماندان  په دانګام کې وژل شوى و .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته