کابل باختر دوږي اوومه :
دوسله والو طالبانو وروستي فعاليتونه په دغو ورځو کې دبادغيس په مرکز قلعه نو کې دد غه ښار اوسيدونکي انديښمن کړي دي .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې، ددغه ښار اوسيدونکي له دولت څخه غواړي دپوليسو دځواکونو شمير زيات کړي او دښار دکمربند امنيتي پوستې غښتلي کړي او دعملياتو په ترسره کولو سره په ښار کې دطالبانو دبريدونو او ګواښونو درامنځته کيدو مخه ونيسي .
له بلې خوا په دغه ولايت کې امنيتي مسوولان په دې باب دغه انديښنې بيځايه بولي او دطالبانو ګواښونه ددښمنانو پروپاګن بولي .
دبادغيس دوالي وياندجمشيد شهابي وويل وسله وال طالبان له امنيتي ځواکونوسره دمقابلې توان نه لري او دغه ځواکونه ددغه ښار په هر شرايطو کې دفاع ته تيار دى .
ده وويل چې ډير ژر به په دغه ښار کې دوسله والو طالبانو دله منځه وړلو لپاره يو عمليات ترسره شي.
ختم_ شکريه _ اکرم
0 1 دقیقه لوستل