سیاست

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه دحامدکرزي په مشرۍ جوړه شوه .

کابل باختر د وږي  لسمه :
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه نن له غرمې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ  دجمهوري رياست دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې  جوړه شوه .
  دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددارالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ.
له اجنداسره سم  دسوداګرۍ اوصنايعو وزير داوبلن ګاز دبيو دلوړوالي او دهغو دمخنيوي په باب  دنيول شويو تدبيرونو په اړوند غونډې ته معلومات ورکړل او زياته يې کړه :  له ترکمنستان څخه  ديوې زياتې اندازې  اوبلن ګاز  دپيرودنې په لاره کې لازم تياري  نيول شوي دي .
ده  داوبلن ګاز  دبيو لوړوالي داوبلن ګاز  د واردوونکو  شرکتونو داحتکار او ګاونډي هيواد ته دهغو دقاچاقو زيږنده وباله .
دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو وروسته  دسوداګرۍ او صنايعواودماليې وزارتونه او دلوى څارنوالۍ اداره  داقتصاد دوزير په مشرۍ  موظف کړل  چې په لومړي ګام کې دې  دمحمود جليل او د انرژي دام -جي شرکتونو دفعاليت  جواز چې  دلوى څارنوالۍ ادارې ته  معرفي شوي دي  سلب او نغدي جريمه کړي . دغه راز  داوبلن ګاز  هغه ټول  واردوونکي  شرکتونه  چې په احتکار لاس پورې کړي دي تحقيق  او وپيژنې او له وظيفوي صلاحيتونو څخه  په استفادې  سره دې  دنافذو قوانيو په رڼا کې دهغوى دفعاليت جواز سلب  او له نغدي جريمې وروسته دې  تر قانوني  څارنې لاندې ونيسي او دنتيجې په باب دې  دوزيرانو شورا راتلوونکي غونډې ته رپوټ وړاندې کړي .
ورپسې  دافغانستان داسلامي جمهوريت جمهور رييس  په تاريخي لړۍ او دضروري  سندونو  په وړاندې کولو سره  دتيرو دولسو کلونو په بهير کې دترسره شويو کاري چارو  درپوټ  دبشپړولو څرنګوالي ، طرحه شوي پلانونه ، کاري پروګرامونه ، ترسره شوي تجربې او په دې لاره کې  پرتې ستونزې او خنډونه وڅيړي او د وزارتونو او ددولتي  ادارو له خوا  دمعلوماتو غوښتنه وکړه .
  دغونډې دکار په دوام دچارو دادارې او دوزيرانو شورا  ددارالانشا لوى رييس  دوزارتونو  اوددولتي  ادارو  له خواددغورپوټونو دبشپړولو په باب  غونډې ته ډاډ ورکړ او څرګنده يې کړه چې زياترو وزارتونو اړونده رپوټونه  په ښکلي ثقافت سره  چاپ کړى دى .
  وروسته  دوزيرانو شورا  دبيړني حالت  ملي کميټه  او دمهاجرينو  دراستنولو ، قومونو اوقبايلو او دپوهنې  وزارتونه  موظف کړل چې  دشمالي وزيرستان  دمهاجرينو لپاره  ددولت  لازمې مرستې  دپکتيکا ، پکتيا او دخوست ولايتونو ته  وليږدوي  اوويې ويشي . او دپوهنې وزارت دې  دهغوى  زده کوونکي په اړوندو ليسو کې جذب  او په ليليه کې دې شامل  کړي .
ورپسې  دجمهوري رياست دويم مرستيال او  دوزيرانو شورا  داقتصادي  کميټې رييس محمد کريم خليلي  ددغې کميټې دروان کال  دڅلورمې  او پنځمې ګڼې  پريکړو  لنډيز  غونډې ته  طرحه کړ او له اړوندو مسوولينو څخه يې  وغوښتل چې په دې باب دې کابينې ته زيات تفصيل  وړاندې کړي .
  وروسته  دښارجوړولو دچارو وزير دکابل په جنوب لويديځ کې دکابل جان  پارک  دجوړولو طرحه  غونډې ته وړاندې کړه اوزياته يې کړه  چې  دغه پارک  ددوو مليونو ډالرو په لومړنۍ پانګې او ددوه سوه  مليونو ډالرو  په وروستي پانګې سره  د څلور زره جريبه  ځمکې په ساحه کې طرحه شوي دي چې په دې طرحه کې تفريحي ، ټولنيزې او ورزشي موضوعګانې اونورې اسانتياوې  په پام کې نيول شوي دي .
  دوزيرانو شورا ددغه پارک جوړول اويو مفکوري په توګه  ومنل او دښار جوړولو دچارو  وزارت يې  موظف کړ چې ددغه پارک  تخنيکي او اقتصادي  مطالعات دې  دهغه داوبو  دتمويل  دسرچينو په پام کې نيولو سره  بشپړ او دساحې  لنډ سکيپ  دې برابر او دوزيرانو شورا  راتلوونکو غونډو ته دې وړاندې کړي .
  ورپسې  دسوداګرۍ او صنايعو او د ترانسپورت  اودملکي هوايي چلند وزيرانو دترانسپورتي ترمينل  دجوړولو په لاره کې دهرات  دنساجي  داته اويا جريبه  ځمکې  داوږدمهالي  اجازې په باب  دميرويس خالد شيرزاد لميتد شرکت  غوښتنه  غونډې ته طرحه کړه  چې دتاييد وړ ونه ګرځيده .
دغه راز  داقتصاد وزيرداوسپنې دتوليدوونکو کورنيو فابريکو لپاره  له پنځلسو زرو افغانيو څخه دولسو زرو افغانيو ته  ديوټن  داغمه اوسپنې دبيې  دکمښت په باب  دسوداګرۍ او صنايعو دخونو  وړانديز غونډې ته طرحه کړ چې دتاييد وړ ونه ګرځيد .
دغونډې دکار په دوام داقتصاد وزير  دافغانستان دملي پرمختيا  دستراتيژي  دتطبيق  وروستي رپوټ  غونډې ته طرحه کړ او زياته يې کړه چې په دې ستراتيژي کې شپږ اتيا  موافقه شوي  نتيجې ، دپنځو کلونو په بهير کې  دپنځه ديرش اعشاريه  نهو ملياردو ډالرو  په اټکلي بيې  دوه سوه شپږ اويا  انکشافي شاخصونه  اټکل شوي دي  چې له دې جملې څخه  دڅلور اعشاريه  نهو ملياردو ډالرو په ګډون پنځلس اعشاريه  څلور مليارده ډالره  دپرمختيايي بودجې له لارې او لس اعشاريه  دوه مليارده ډالره  له  ملي بودجې څخه بهر  لګيدلي دي  چې دملي پرمختيا  دستراتيژي  په سلوکې نږدې شپږ شپيته  تحقق  ښيي .
  دوزيرانو شورا  داقتصاد دوزير  درپوټ له اوريدو وروسته  ، دغه وزارت موظف کړ چې ددغې ستراتيژي  لنډيز  دې برابر اود ډله ئيز اطلاعاتو دوسايلو له لارې دې  دعامه پوهاوي لپاره  خپور کړي .
وروسته  دانرژي او اوبو وزير  دکابل ښار  په بيلابيلو سيموکې  تر ځمکې لاندې اوبو دحقيقي زيرمو او له هغو څخه  داستفادې  دڅرنګوالي په باب غونډې ته معلومات ورکړل .
دغونډې دکار په دوام  دانرژي او اوبو وزارت دهايدرولوژي رييس  او د اوبو رسولو  او کاناليزاسيون  شرکت رييس  دهيواد  دځمکې پرمخ  او تر ځمکې لاندې  اوبو په باب  په تيره بيا  دکابل ښار په کچه  غونډې ته  مفصل  توضيحات  وړاندې کړل .
  دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو وروسته  دانرژي او اوبو ، دښار جوړولو دچارو او دکانونو وزارتونه  او داوبو رسولو  او کاناليزاسيون شرکت موظف کړل  چې  دهيواد په کچه  دځمکې پرمخ  او تر ځمکې لاندې اوبو  دزيرمو دساتنې او احيا کولو  طرحه  اودهغو  بيا تغذيې ، دڅښاک داوبو دسپما او دکاريزونو داحيا کولو طرحه دې برابره  او دهغو دککړونکو سرچينو له مشخص کولو وروسته  دې  خپله  موافقه شوي  طرحه دوزيرانو شورا راتلوونکو غونډو ته وړاندې کړي .
  په همدې ترتيب دغو وزارتونو ته دنده وسپارل شوه چې داوبو په لګښتونو کې دسپما  طرحه دې برابره  او دعامه پوهاوي په مقصد  داطلاعاتو اوفرهنګ  ، پوهنې ، لوړو زده کړو او دحج او اوقافو  دوزارتونو له لارې  خپاره کړي .
ورپسې  دماليې وزير  او دافغانستان دبريښنا شرکت  رييس  دوزيرانو شورا  د ١٣٩٢ کال  دسلواغي دمياشتې داوومې نيټې  د٤١ ګڼه مصوبې له لارښوونې سره سم  دهيواد صنعتي فابريکو ته  ديو کيلوواټ بريښنا  دمحاسبې  په اړوند دکميسيون نظر غونډې ته طرحه  او څرګنده يې کړه چې دهيواد په ولايتونوکې  دبريښنا  دتوپيري بيو  په پام کې نيولو سره  چې د اوبو له سرچينو ، وارداتي او جنراتورونو  له لارې  ويشل کيږي .
دصنعتي فابريکو لپاره  دهيواد په ټولو ولايتونوکې ديو کيلوواټ بريښنا بيه شپږ افغانۍ محاسبه شوې ده  چې دوزيرانو شورا له خوا تصويب شوه .
  ورپسې  دانرژي اواوبو وزير  او دافغانستان دبريښنا شرکت رييس  دقندهار  دصنعتي فابريکو  دبريښنا انرژي دتامينولو دحالت  داټکل په باب  د ٢٠١٤ کال په پاى کې  ديو- اس- اى – اي- دي  جنراتورونو دبريښنا  دقرارداد له پاى ته رسيدو وروسته  غونډې ته   توضيحات  وړاندې کړل او زياته يې کړه ددغه ولايت  دبريښنا انرژي  دتامينولو په خاطر  دغه پروژې  په لنډ مهال ، منځ مهال او اوږدمهال کې  په پام کې نيول شوي دي .
_ دلسو ميګاواټو په ظرفيت  دلمريزو پنلونو درول ( په لنډ مهال )
_ داتلس اعشاريه  پنځو ميګاواټو په ظرفيت  دکجکي  ددويم بند دتوربين  درول او مونتاژ . ( په منځ مهال کې )
_ له کابل څخه تر قندهار پورې  دلوړو ولتاژ  دمزو غزول  ددغه مزي  دتګلوري  دسب استيشنونو په ګډون (  په منځ مهال کې )
_  دلسو متروپه لوړوالي او د سلو ميګاواټو په ظرفيت  د جنراتورونو  دتوربين په درولو سره  دکجکي بند  دپرچاوي  ددروازو درول ( په  اوږدمهال کې )
دوزيرانو شورا  دپيشنهادي پروژو دتاييدولو په ترڅ کې  دانرژي او اوبو وزارت  او دافغانستان دبريښنا شرکت  موظف کړل  چې  دپيشنهادي پروژو کار دې  دبريښنا شرکت له بودجې څخه ډير ژر پيل کړي  او دقرارداد دمودې  له پاى ته رسيدو مخکې دې  ددغه ولايت  دبريښنا انرژي  عاجل  ضرورت  لرې کړي . 
په همدې ترتيب دوزيرانو شورا  دانرژي او اوبو وزير موظف کړ چې دسلما دبريښنا دبند دپروژې  دکار  پرمختګ  په پرله پسې توګه وڅاري .
دغه راز  دوزيرانو شورا  دماليې وزارت موظف کړ  چې  ددغې شورا  د ١٣٩٣ کال  دغبرګولي دمياشتې  دڅلورمې نيټې  د نهمې ګڼې مصوبې ددويمې فقرې  له صراحت سره سم  دغور ولايت  دجام دڅلي  داستنادي ډيوال  داحيا کولو په خاطر  لس مليونه افغانۍ  په ډير عاجل ډول تدارک او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  بودجې ته دې  وليږدوي .
  ورپسې دساختماني توکو دلابراتورونو دمديريت او فعاليت په باب دموظف کميسيون   نظر دسوداګرۍ او صنايعو دوزير او دستندرد  دملي ادارې درييس له خوا له واحدي  سرچينې څخه دتدارک  له څرنګوالي څخه  په استفادې سره  له بهرنيو کمپنيو سره  ددغو لابراتورونو دقرارداد دلاسليک کولو په باب  غونډې ته  طرحه کړ چې دتاييد وړ وګرځيد .
دغونډې دکار په دوام داطلاعاتو اوفرهنګ وزير  دکابل  ديکه توت په سيمه کې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دملکيت  دشپاړلس جريبه ځمکې  په مساحت  دملي کتابتون  دجوړولو په باب ددغه وزارت وړانديز غونډې ته طرحه کړ چې دتاييد وړ وګرځيد او دغه وزارت موظف کړى شو  چې دکتابتون  نقشه دې  ډير ژر برابره او دوزيرانو شورا ته دې  وړاندې کړي . 
په همدې ترتيب دوزيرانو شورا  دملي دفاع او دکورنيو چارو  وزارتونه  موظف کړل  چې دتيروکلونو  له تعامل سره سم دې  داړوندو شهيدانو  دوارثانو  پيسې  چې دبيت الله شريف حج ته استول کيږي دخپلو وزارتونو له بودجې څخه ورکړي .
دغونډې دکار په دوام دبهرنيوچارو دوزير له خوا دوه مورده نړيوال  تړونونه غونډې ته طرحه  شول  چې دتاييد وړ وګرځيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته