سیاست

دوزيرانو شورا نوبتي غونډه جوړه شوه او ګڼې مسئلې پکې وڅيړل شوې او لازم تصميمونه ونيول شول .

کابل باختر دثور دوه ويشتمه :
دوزيرانو شورا نوبتي غونډه  نن له غرمې مخکې  دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي په مشرۍ  دجمهوري رياست دارګ دګلخانې په ماڼۍ کې  جوړه شوه .
  دچارو دادارې او دوزيرانو شورا ددرالانشا لوى رياست باختراژانس ته خبر ورکړ .
  په پيل کې د جمهور رييس مرستيال  او دبيړنيو حالاتو دملي کميټې رييس  محمد کريم خليلي  دسمنګانو، جوزجان او بغلان په ولايتونوکې  د وروستيو سيلاونوپه اړوند  معلومات وړاندې کړ او زياته يې کړه چې دغه سيلاونه زيات  تاوانونه اړولي دي خو دنيکه مرغه  دسرزيان پکې کم دى .
  دغه راز  ده دتاشقرغان تنګي دسړک  دبيا جوړولو په مقصد  دفوايد عامې دوزير په مشرۍ  د تخنيکي ټيم  داستولو په باب غونډې ته معلومات ورکړاو وړانديز يې وکړ  چې په دې  بهير کې دې  دملي دفاع او دکورنيو چارو  دوزارتونو او دايساف  دځواکونو له امکاناتو څخه هم  کار واخستل شي .
  وروسته  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا وزير ، دبيړنيو حالاتو  دملي کميټې مرستيال او د بدخشان ولايت  دارګو ولسوالۍ دزيانمنوشويو کسانو د څيړنې مسوول چې  دوزيرانو شورا دتيرې غونډې له لارښوونې سره سم  دغه ولايت ته  تللي و  دخپلو کړنو او اجرااتو رپوټ غونډې ته وړاندې کړ او ويې ويل : دمرستې رسولو دعملياتو  دسمون ،  د بې ځايه شويو  کسانو او تر ګواښ لاندې خلکو دبيا ځاى پرځاى کولو په مقصد موظفو کميټو خپل کار دوزيرانو شورا دپريکړې له نيټې سره پيل کړ .  البته  په لومړى ګام کې دسيمه ئيزو شوراګانو دمعلوماتو له مخې ، ددغې پيښې دزيانمنوشويو کسانو شمير تثبيت او په هغوى دپيژندنې کارتونه  وويشل شول . او دهغو له مخې د څلورو پړاونو په ترڅ کې په مستحقو کسانو مرستې  ويشل شوي دي .
دغه ر از  دغې ولسوالۍ ته په څيرمه ساحه کې نږدې پنځه سوه جريبه ځمکه  دبې ځايه شويو کسانو او تر ګواښ لاندې کورنيو  دبيا ميشت کولو په مقصد  تثبيته او نقشه اونمره بندي شوى دى  چې په لومړى ګام کې  په بې ځايه شويوکسانو او وروسته تر ګواښ لاندې کورنيو او په دريم ګام کې ددغې ولسوالۍ  په نورو  اوسيدونکو  ويشل کيږي .
سربيره پردې  له دوه کيلومتري واټن څخه دڅښاک داوبو دليږدونې ، دروغتيايي کلينيکونو دجوړولو  او دغې ولسوالۍ ته ددرملواو دطبي سامان الاتو د ليږلو په اړوند لازم اجراات شوي دي . 
  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا دوزير له رپوټ سره سم  دانجنيرانو مجرب ټيم  دمطالعې او دځمکې ښوئيدونې ساحې ته څيرمه دراټولو شويو اوبو  د تشولو په مقصد دتدبيرونو دنيولو لپاره ساحې ته  استول شوي دي  چې په همدې مقصد  د پنځه ويشتو انچو په ظرفيت څلور واټرپمپونه  پيرودل شوي او سيمې ته  ليږدول شوي دي .
په همدې ترتيب  دبدخشان ولايت لپاره  په افغانيو او ډالرو  دنغدي مرستو  دراټولولو لپاره  خاص بانکي حساب  پرانستل شوى دى . 
ده له ديندارو هيوادوالو ، مدني بنسټونو ، هيوادونو او له نړيوالو موسسو څخه وغوښتل  چې د جلا جلا حسابونو  له پرانستلو څخه ډډه وکړي او خپلې نغدي مرستې دې  هغه خاص بانکي حساب ته وليږدوي  چې په همدې مقصد پرانستل شوى دى .
  درپوټ په يوه بله برخه کې ، دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزير  دسمنګانو او بغلان په ولايتونوکې د سيلاو ځپلو ساحو دکتنې په باب  خبرې وکړې  او دوزيرانو له شورا څخه يې وغوښتل  چې  په دغو ولايتونوکې  دسيلاو  دپيښو  له امله زيانمنو شويو کسانو ته  د اړوندومراجعو له لارې  ددولت  بيړنۍ مرستې وليږدوي .
دوزيرانو شورا دبيړنيو حالاتو  دملي کميټې  درييس  او مرستيال  درپوټونو دتاييدولو په ترڅ کې دملي دفاع  او دکورنيو چارو وزارتونو ته دنده وسپارله چې  له خپلو امکاناتو او دايساف  دپوځونو  له امکاناتو څخه په استفادې  سره دې  دتاشقرغان تنګي دسړک  دبيا جوړولو او پرانستلو  په لاره کې  له موظفې کميټې سره  هراړخيزه همکاري وکړي .
دغه راز  دبيړنيو حالاتو ملي کميټې ته دنده وسپارل شوه  چې ددولت  مرستې دې  دبغلان  ، جوزجان او دسمنګانو دولايتونو سيلاو ځپلو کسانو ته  وليږدوي  او وويشي .
دغه راز  دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا وزارت  موظف  کړى شو  چې له سيمه ئيزو شتو  موادو څخه په استفادې  سره دې  دنويو کورونو دجوړولو په باب  نقشې ، جزييات او عملي تدبيرونه  په ډير لنډ ممکن وخت کې ونيسي او دپړاونو  دبشپړولو او دبيې دټاکنې په باب  دکابينې  له لارښوونې سره سم اجراات وکړي .
  دغونډې په بله برخه کې دوزيرانو شورا  داسيايي جام  په  پرايمير  ليګ  سياليو کې  دافغانستان دکرکټ  دملي ټيم  دبرياليتوب  او ددغه جام داتلوالي  دمډال  دترلاسه کولو  له امله  دافغانستان  ټول ملت ،  دکرکټ ملي ټيم او ورزش دوستانو ته مبارکي وويله او دملي ټيم دغړو  او دهيواد  د مډال راوړونکو اتلانو په تيره بيا دافغانستان دکرکټ بورد  دمسوولينو سالمه  اومدبرانه رهبري  او هلې ځلې  دقدر وړ  وبللې .
  په همدې ترتيب  دوزيرانو شورا  دافغان سيت _ يک  په نامه  دافغانستان  دلومړنى سپوږمکي  فعالول چې  په دې وروستيو وختو کې دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژي وزارت له خوا  ګټې اخستنې ته وسپارل شوه  دمعلوماتي تکنالوژي  په لاره کې يو ارزښتناک ګام ښه پرمختګ وباله او په دې لاره کې يې دمخابراتو  او معلوماتي تکنالوژي وزارت  دکړنو له امله قدرداني وکړه .
  له اجندا سره سم  دغزني ولايت دخلکو  دهغو غوښتنو په اړوند  چې  دافغانستان داسلامي جمهوريت له جمهور رييس سره ددوي دکتنې په وخت کې  طرحه شوې وې  ،  لومړى  دعامې روغتيا وزيرې  دغزني ولايت  د سل بستريز روغتون دجوړولو په اړوند وويل : چې  ددغه روغتون  تدارکاتي  بهير بشپړ شوى  او داوطلبي ته وړاندې شوى دى . دافرونو  دڅيړنې نتيجې  دوري په مياشت کې داقتصاد وزارت  د اي –ار- دي- اس  ادارې ته  وليږل شوې  چې له بشپړولو وروسته ددولت له بودجې څخه  دشپږومليونو ډالرو په ارزښت ددغه روغتون دجوړولوکار  پيليږي .
وروسته  دفوايد عامې وزارت  اداري معين او سرپرست دناور_ غزني ، جاغوري _ قره باغ او  غزني _ ګرديز  سړکونو دجوړولو په اړوند وويل :  چې ددغو سړکونو پلان  پخوا  دامريکا دمتحده ايالاتو  دبيا جوړولو دولايتي ټيم له خوا برابر شوي و  چې له دغې ساحې څخه  دهغوى په وتلو سره  دپروژو  کار ځنډول شوى دى .
  دوزيرانو شورا  داقتصاد وزارت  موظف کړ چې دغزني روغتون دداوطلبي  بهير دې  په ډير لنډ ممکن وخت کې بشپړ او دعامې روغتيا وزارت دې  له ګټوونکي شرکت  سره  دقرارداد له لاسليک کولو وروسته  ، دهغه د جوړولوکار پيل کړي ،  په همدې ترتيب  دفوايد عامې وزارت ته دنده وسپارل شوه  چې  ددغو سړکونو دجوړولو  کار  دې  دماليې له وزارت سره  په همغږۍ  کې  په خپل کاري پلان کې شامل کړي .
وروسته  دعدليې وزارت  مسلکي معين اوسرپرست دافغانستان په اسلامي جمهوريت کې  دبهرنيو اتباعو دسفر او استوګنې دقانون  دطرحې او دښاري خدمتونو دمحصول دقانون  ددويمې ګڼې ضميمې دتعديل دطرحې په باب  دقوانينو دکميټې  پريکړې غونډې ته  داسې طرحه کړې .
دافغانستان په اسلامي جمهوريت کې دبهرنيو اتباعو د مسافرت  او داستوګنې  دقانون  طرحه دوزيرانو شورا  د١٣٩٢ کال دسلواغي دمياشتې داته ويشتمې نيټې دغونډې له لارښوونې سره سم بيا څيړل شوې ده  او په اتلسو فصلونو  او  اويا مادو کې  برابره شوې ده .
  دوزيرانو شورا  له هراړخيزو خبرو  او غور وروسته  دغه قانون  دهغه د اوولسمې مادې  په  حذفولو سره تاييد کړ او دعدليې  وزارت ته يې  دنده وسپارله  چې ددغه قانون دپړاونو له بشپړولو سره  جوخت  دې دافغانستان دتابعيت په قانون کې  لازم تعديلونه  اټکل کړي  او خپله تعديلي طرحه دې دوزيرانو شورا يوې غونډې ته وړاندې کړي .
وروسته  دعدليې وزارت سرپرست  دښاري خدمتونو  دمحصول دقانون دويمې ګڼې ضميمې دتعديل طرحه  چې  دوزيرانو شورا د ١٣٩٢  کال دزمري دمياشتې ديو ويشتمې نيټې دغونډ ې له پريکړې سره سم  ترسره شوې وه  غونډې ته وړاندې کړه چې دتاييد وړ وګرځيده . او دعدليې وزارت موظف کړاي شو چې دغه قوانين دې  دغونډې له يادونې سره سم  تصحيح  او بشپړ کړي  او په پارلماني چارو کې ددولت دوزير ددفتر له لارې دې  دتصويب لپاره  ملي شورا ته وليږي .
  وروسته د ديرش اعشاريه  دوو مليونو ډالرو  په ټول لګښت  داس –دي- پي  د دوه سوه نهه ويشتو کوچنيو پروژو دتطبيق  دڅرنګوالي رپوټ چې له دې جملې څخه شل مليونه ډالره  دهندوستان مرسته ،  اته اعشاريه شپږ شپيته مليونه ډالره  ددولت  له اختياري بودجې څخه  او يو اعشاريه پنځه پنځوس مليونه ډالره دنشه يي توکو پرخلاف دمبارزې  له وجهي صندوق څخه  دي  ،  دپوهنې ، دکليو دپرمختيا ، دکرنې دسکتور ،  پالنځيو او په دوه ويشتو سرحدي ولايتونوکې د فني او حرفوي  زده کړو په برخه کې  پلان شوي و  ،  داقتصاد دوزير له خوا غونډې ته مفصل معلومات وړاندې شول .
  دوزيرانو شورا  داقتصاد دوزير  درپوټ  دتاييدولو په ترڅ کې اړوندو وزارتونو ته دنده وسپارله چې ددغو پروژو دکار  په ګړندي کولو کې دې  له ډيل پرته اقدام وکړي او داقتصاد وزارت دې  په دايمي ډول  دهغو دکار  دپرمختګ  څرنګوالي  وڅاري .
  دغونډې دکار په دوام دلوړو زده کړو دموسسو داستادانو  دعلمي کدر له حقوقو سره سم  دافغانستان دعلومو اکاډمي دعلمي کدر دمعاش  دزياتوالي پيشنهاد  دافغانستان دعلومو اکاډمي درييس له خوا غونډې ته طرحه شو او څرګنده شوه
چې درتبوي او د بست د فيصدي معاش  په حذف سره  چې پخوا  مرعي الااجرا وه دعلومواکاډمۍ  له بودجې څخه  دوزيرانو شورا دتصويب وړ وګرځيد .
ورپسې دګمرکي سندونو دنه لرونکو زغره والو وسايطو دپړاونو دبشپړولو  طرز العمل  دماليې دوزير له خوا غونډې ته طرحه شو او زياته شوه چې  دغه طرحه  دوزيرانو شورا  د١٣٩٢ کال  دزمري دمياشتې  داوومې نيټې دغونډې له پريکړې او دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس  د ١٣٩٢ کال  دتلي دمياشتې داووه ويشتمې نيټې  د٤٧٣٣ ګڼه  حکم سره سم  داړونده کميسيون له خوا  دماليې وزارت  تر نظر لاندې په دولسو مادو کې برابره شوې ده .
  ده زياته کړه : دغه طرز العمل ددې څرګندوى دي  چې  دډله ئيزو اطلاعاتو دوسايلو له لارې  د اعلان  له خپريدو وروسته  د سندونو  نه لرونکو زغره والو وسايطو  خاوندان  دې خپل غوښتن ليکونه ددوو مياشتو په دننه کې دثبت او دکمرکي پړاونو دبشپړولو په لاره کې  دمطالعې او څيړنې په مقصد  موظف کميسيون ته وسپاري   چې  موظف کميسيون  دخاص فورم له مخې  خپلې څيړنې بشپړوي او دتاييد په صورت کې  دجواز دصادرولو په مقصد  دکورنيو چارو وزارت ته ډاډ ورکوي .
  که چيرې  دسندونو  نه لرونکو  زغره والو وسايطو خاوندان  په دوو مياشتو کې خپل غوښتن ليکونه موظف کميسيون ته ونه سپاري  ،  دکورنيو چارو وزارت او دملي امنيت لوى رياست موظف دي   چې له قيد اوشرط پرته  د هغو د ضبطولو په برخه کې اقدام وکړي او سرغړونکي  عدلي اوقضايي مراجعو ته  معرفي کړي .
  ديادونې وړ ده چې ښي لاس  اشترنک لرونکي او له لسو کلونو څخه ښکته  موډل ليږدونکي وسايط  دوزيرانو شورا د ١٣٨٦او ١٣٩١کلونو د٢٧او ٢٩ ګڼه مصوبو له پريکړې سره سم دڅيړنې وړ نه دي  بلکې  دهيواد په ګمرکاتو کې په پرزو بدل او په سلو کې لس  ګمرکي محصول  اخستل کيږي .
دوزيرانو شورا په دغه طرز العمل کې  له هراړخيز غور او خبرو وروسته  دليږدونکو وسايطو  دثبت موده  له دوو مياشتو څخه  دريو مياشتو ته تصحيح او تصويب کړه او دماليې او دکورنيو چارو وزارتونه يې  دهغې په تطبيق  موظف کړل
دغونډې دکار په دوام داطلاعاتو او فرهنګ وزير  دنوي موزيم  دودانۍ دجوړولو دکار  دپرمخ بيولو  دڅرنګوالي په باب  چې په دارالامان کې  ملي موزيم ته څيرمه  جوړه شوې ده  غونډې ته معلومات وړاندې کړه اوزياته يې کړه:
ددغه موزيم دجوړولو  کار په ساختماني  ، تخنيکي ، کانونو ، انرژي او اوبو په چارو کې دجمهوري رياست  دسلاکار وزير او دښار جوړولو ،  فوايدعامې  او دکليو دبيا جوړولو اوپراختيا دوزارتونو ، کابل ښاروالۍ ،  دانجنيرانو او مهندسانو  داتحاديې  او دکابل پوهنتون  داستازو په ګډون  دتخنيکي  کميټې له خوا  پرمخ بيول کيږي .  چې نقشه يې  د اسپانوي  مهندس له خوا  طرحه شوې ده  چې دتاييد وړ ګرځيدلې ده او تراوسه پورې  دامريکا په مرسته  ددغه موزيم دانګړ دديوال او دديتابس  دجوړولو او دامنيتي چارو کار بشپړ شوي دي .
  ده دموزيم دودانۍ دجوړولو دکار د پرمخ بيولو په خاطر  وړانديز وکړ
_ دماليې وزارت  دې  په کال کې يو مليون ډالره  دغې پروژې ته  بيل کړي .
_ دهغه د ديزاين اونقشې  کار له يوه واحد منبع څخه  چې اسپانوي مهندس دى تاييد شو .
_ دښار جوړولو دچارو وزارت دې  دخاورې  دمطالعې او دودانۍ دتهويې دسيستم کار  ترسره کړي .
_ دبريښنا او داوبو رسولو  شرکتونه  او کاناليزاسيون دې  ددغه موزيم  کاناليزاسيون ته دبريښنا او اوبو رسولو چارو مطالعه  او ترسره کړي .
دوزيرانو شورا  داطلاعاتو او فرهنګ دوزير  وړانديزونه  تاييد کړل او اړونده ارګانونه يې  دهغو په تطبيقولو موظف کړل .
وروسته  دکرنې اواوبو لګولو وزير  دهيواد په شپږو ولايتونوکې  دسړو خونو دتخصيص  دنه ليږلو او  دهيواد په ځينو ولايتونوکې  دملخانو دآفت  داحتمالي رامنځته کيدو  په باب غونډې ته وړانديز وکړ  چې  دماليې وزارت دې  دسړو خونو  دتخصيص دليږلو دستونزې  په لرې کولو او دملخانو دآفتونو پرخلاف  دمجادلې په مقصد  دلازمو پيسو په بيلولو کې  له دغه وزارت سره همکاري وکړي چې دوزيرانو شورا له خوا دتاييد وړ وګرځيد .
دغونډې په پاى کې  دبهرنيو چارودوزير له خوا څلور مورده  نړيوال تړونونه غونډې ته طرحه شول چې دتاييد وړ وګرځيدل .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته