کابلباختردميزان د وزيرانوشورادقوانينو کميټې غونډه نن دجمهور رييس دلومړي مرستيال او ددغې کميټې درييس مارشال محمدقسيم فهيم په مشرۍ دصدارت دګلخانې په ماڼۍ کې جوړه شوه . دجمهوري رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ : دغونډې په پيل کې دجمهوري رياست لومړي مرستيال په اطلاعاتو دلاسرسي حق هغه حق وباله چې دافغا نستان د اسلامي جمهوريت اساسي قانون دهيواد اتباعو ته ورکړى دى . ده زياته کړه : چې په هيواد کې داطلاعاتو دلاسرسي دقانون تصويب د ټولني دنننيو مهمواړتياو څخه دي ځکه دافغانستان اساسي قانون اود ډله ييزورسنيو قانون هم ددغه قانون ملا تړ کوي . په نننۍ غونډه کې دعدليې وزير دبرا برې شوې اجندا له مخې داطلاعاتو دلاسرسى دقانون طرحه اودعامې روغتيادقانون د دويمې مادې دتعديل طرحه غونډې ته وړاندې کړه . په غونډه کې دغه طرحې په نوبت سره په هراړخيز ډول وڅيړل شوې او د وړاندې شويو نظريو په پام کې نيولو سره پريکړه وشوه او وپتيل شوه چې داطلاعاتو دلاسرسى دقانون طرحه په ځينو مواردو کې نيمګړتياوې لري، له همدې امله پريکړه وشوه چې ددغه قانون طرحه دې دعدليې د وزير ترنظرلاندې داطلاعاتو او فرهنګ د وزير اوپه عدلي اوقضايي چارو کې دسلا کاروزير محمداشرف رسولي په غړيتوب ديوې کميټې له خوا بياوکتل شي او اصلاحي طرحه دې دقوانينو د کميټې غونډې ته وړاندې شي دغه راز غونډې پريکړه و کړه چې دعامې روغتيا د قانون د دويمې مادې دتعديل طرحه هم بيا وکتل شي او وروسته دې نوې طرحه دقوانينو دکميټې يوې راتلونکې غونډې ته وړاندې شي
0 1 دقیقه لوستل