دورکزي ايجنسى په قبايلي سيمه کې اته لس تنه مشکوک تندلاري ووژل شول
خارډي ډان دتلي دمياشتې ٢١ :
دورکزي ايجنسى په قبايلي سيمې دبې پيلوټه امريکايي الوتکې دبريدله امله څه ناڅه اته لس تنه مشکوک تندلاري ووژل شول او شپږتنه نورټپيان شول.
دپاکستان دډي ډان ورځپاڼې دخبرله مخې، دغه بريد پرون له غرمې وروسته وزيرستان پولى ته څيرمه دورکزو ايجسنى دبولاندخيلو په سيمه وشو.
حکومتي مامورينو ويلي دي چې په دې بريد کې دطالبانو په غورځنګ پورې تړلي د حافظ ګل بهادر اومولاناشکرالله په اډې وشوې چې دسردزيان برسيره دغه اډه هم ويجاړه شوې ده.
دغه ډله دالقاعده له شبکې اودحقاني له ډلې سره اړيکې لري. په دغې ډلې باندې دامريکا له خوا دافغانستان په پوله کې دبريدونو تورلګول شوى دى .
په تير٤٨ ساعتونوکې دا دبې پيلوته الوتکو دويم بريد دى چې په قبايلى سيمه کې دترورستانو او وسله والو طالبانو په مرکزونو کيږي.
دچارشنبې دورځې دبريدله امله پنځه تنه وسله وال طالبان وژل شوى و.
دا له ٢٠٠٩ کال را په دې خوا په ورکزو ايجنسى دبې پيلوټو الوتکو دويم بريد دى چې په لومړي بريد کې دپاکستاني طالبانو دغورځنګ عمومي قوماندان حکيم الله محسود وژل شوي و.