ټولنه

دوريښمو دلارې دښاروالانو دټولنې دولسمه غونډه په کابل کې جوړيږي

کابل باختر د کب دمياشتې  ٢٠ :
دبهرنيو چارو وزارت معين دوريښمو لارې دښاروالانو ټولنې له غړو سره په کتنه کې  په کابل  کې ددغې ټولنې ددولسمې غونډې د جوړولو په باب خبرې وکړې.
دبهرنيو چارو وزارت  مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ:
دبهرنيو چارو وزارت معين ډاکتر نصيراحمد انديشه  دنړۍ دښاروالانو دسازمان درئيس ډاکتر کواک او دکابل ښاروالۍ له سرپرست عبدالله حبيب زي سره  وکتل.
ډاکتر کواک څرګنده کړه  ټاکل شوې ده دوريښمو لارې دښاروالانو دټولنې
دمشرانو دولسمه غونډه په کابل کې جوړه شي اوزياته يې کړه  چې دغه تصميم  دتيرميلادي کال دسپتمبر په مياشت کې  دوريښمو لارې دښاروالانو    دټولنې په يوولسمه غونډه کې  په ايران کې ونيول شو چې  ددغې ټولنې دولسمه غونډه دکابل په تاريخي ښار کې جوړه شي.
ده په خپلو خبروکې دوريښمو دلارې دارزښت په باب معلومات ورکړل او افغانستان يې ددغې لارې  اساسي رکن وباله .
په مقابل کې ډاکتر انديشه  په کابل کې ددغې غونډې د جوړولو لپاره دبشپړ تياري ډاډ ورکړ  او دغه راز دواړو لورو  ددغې غونډې د جوړولو دڅرنګوالي  او په لوژستيکي برخو کې دلازمو آسانتياو دبرابرولو په باب خبرې وکړې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته