-کابل باختر دزمري پنځلسمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي په مشرۍ دواټونو دنومولو دکميسيون غونډه نن جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې د اتو مواردو نومولو په اړوند چې دبيلابيلو بنسټونو له خوا دغه کميسيون ته رسيدلي و ، خبرې وشوې او مشخصه شوه چې داکار دکميسيون له واکونو څخه بهر دى .
دکميسيون غړو پريکړه وکړه چې دغه موارد دې دلارښوونې دترلاسه کولو او څيړنې په خاطر ديو پيشنهاد په ترڅ کې جمهوري رياست ته وړاندې شي .
دغه راز په دې غونډه کې دواټونو دنومولو دکميسيون دطرز العمل په اړوند خبرې وشوې او دکميسيون غړو څرګنده کړه چې دغه طرز العمل نيمګړتياوې او نواقص لري اوبايد بيا وڅيړل شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ