کابل باختر دوږي پنځمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دسرپرستې حسينې صافۍ په مشرى دواټونو دنومولو دکميسيون غونډه نن جوړه شوه .
دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ، په دې غونډه کې د واټونو او څلور لارو دنومولو د دولسو مواردو په باره کې خبرې وشوې او ددې تر څنګ چې دکميسيون غړو په دې برخه کې خپلې نظريې او پيشنهادونه وړاندې کړل دکميسيون له کړنلارې سره سم پريکړه وشوه .
دغه راز په دې غونډه کې وټپيل شوه چې دهېواد دټولو شهيدانو د درناوي دديوال دجوړولو په اړوند چې په هغه کې دشهيدانو نومونه وليکل شي د واټونو دنومولو دکميسيون له لوري وړانديز جمهوري رياست ته وليږل شي .
ددغې غونډې په پاى کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې دکميسيون دکار دبهير په ګړندى کولو باندې ټينګار وکړ .
ختم_ ف _ اکرم