دواټونو او څلور لارو دنومولو دمقررې طرحه بشپړه شوه .

-کابل باختر د لړم نهمه :
دواټونو او څلور لارو دنومولو دمقررې  طرحه چې دمختلطه  کميسيون له خوا برابره شوې ده نن بشپړه شوه .
دافغانستان داسلامي جمهوريت کابينې  ديوې مصوبې  په ترڅ  کې   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت موظف کړ چې دعدليې وزارت اودکابل ښاروالۍ په همکارۍ دى دواټونو او دڅلور لارو دنومولو دمقررې  طرحه برابره او پړاونه يې بشپړ کړ ي .  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې،  دغه طرحه په داسې حال کې برابره شوه چې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددغه وزارت دتقنيني او پاليسۍ دچارو دسلاکار دلاور نذير زوى په مشرۍ او ددغه وزارت درسنيو دتقنيني اوپاليسۍ  دچارو دکارپوه اسد الله اذرخش  ، دکابل ښاروالۍ دفرهنګي خدمتونو درييسې  راحلې کوهستاني  او دعدليې وزارت دقانون جوړولو ديپارتمنت دغړي عبدالرحمن سليمي په غړيتوب  يو مختلط  کميسيون جوړکړ او په پاى کې موظف کميسيون دواتونو او څلور لارو دنومولو دمقررې طرحه په څلورو فصلونو او اته ويشتو مادو کې برابره کړه
  دغه اقدام په داسې حال کې کيږي چې مخکې له دې دواټونو او څلور لارو دنومولو په برخه کې کومې مقررې شتون نه درلود .
دغه مقرره به دپړاونو له بشپړولو  وروسته دواټونو اوڅلور لارو نومول قانونمند کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته