ده يک ولسوالۍ د پوځيانو له خوا ونيول شوه
کابل باختر د غبرګولي اوومه :
د هېواد پوځيانو پرون د غزني ولايت د ده يک ولسوالۍ مرکز بېرته ونيوه.
د غزني د والي وياند محمد عارف نوري د باختر آژانس خبريال ته وويل چې دفاعي او امنيتي ځواکونو د دغه ولايت د ده يک ولسوالۍ مرکز له يو کال وروسته له وسله والو طالبانو څخه بېرته ونيوه او پوځيان په دې ولسوالۍ کې ځاى پرځاى شول.
د هېواد پوځيانو يو کال مخکې پر غزني ښار د دښمن له بريد سره جوخت د ده يک له ولسوالى څخه په شاتګ کړى و.
له طالبانو څخه د دغې ولسوالۍ له بېرته نيولو سره جوخت، د هېواد وياړلي او درې رنګه بيرغ د ده يک د ولسوال فضل الرحمن نظروال خوا د دغې ولسوالۍ پر ودانۍ پورته کړاى شو .
ختم_سعيده _ اکرم