دهېواد پوځيانو په لوګر کې دوسله والو طالبانو دمهماتو يوه ډيپو دړې وړې کړه .
کابل باختر د تلي څلورمه :
دهېواد پوځيانو تيره شپه دلوګر ولايت په مربوطاتو کې دوسله والو طالبانو دمهماتو يوه ډيپو له منځه يوړه .
دلوګر دوالي وياند شمشادلاروى باختراژانس ته وويل چې دوسله والو طالبانودمهماتو دغه ډيپو ددغه ولايت په مرکز پورې اړوند پورک په سيمه کې دصفر يو قطعې دځواکونو په عملياتو کې له منځه يوړل شوه .
ده زياته کړه چې په دغوعملياتو کې يووسله وال طالب ووژل شو او څلور تنه مشکوک کسان ونيول شول .
دسيمې ځينې اوسيدونکي ادعاکوي چې تيره شپه په دغو هوايي بريدونوکې داستوګنې دوه کورونه ويجاړ شوي او يوجومات هم شهيد شوى دى .
خو امنيتي مسوولان په دې باره کې څه نه وايي . ختم_ عطاالله _ اکرم