دهېواد په شمال کې ددولت دپنځه څلويښتو تنو مخالفينو مرګ ژوبله .

کابل باختر دچنګاښ شپږمه :
ددولت پنځه څلويښت تنه  وسله وال مخالفين  دهېواد په شمال کې  ووژل شول .  او ټپيان شول
د ٢٠٩ شاهين قول اردو  مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ  ، چې په تيرو څليرويشتو ساعتو کې  دکندز  ، فارياب ، تخار ، او بدخشان په ولايتونوکې  ددولت  شپږ  ويشت تنه  وسله وال مخالفين  وژل شوي دي .
د ٢٠٨ شاهين قول اردو دمطبوعاتي دفتر مسوول ډګرمن عبدالقهار ارام  دباختراژانس خبريال ته وويل   چې د کندز  ، فارياب ، تخار او بدخشان  په ولايتونوکې  دامنيتي ځواکونو دهوايي او ځمکنيو بريدونو له امله  دمخالفينو د جيل دمسوول  په ګډون ددولت اتلس تنه  وسله وال مخالفين  وژل شوي  او دوه ديرش تنه نور  ټپيان شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته